کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
امنيتي ځواکونه وايي چې د ننګرهار په ځينو سيمو کې ۱۰ جريبه دولتي ځمکه د زورواکو له منګولو څخه ايستل شوې ده.
زياتره دغه ځمکې د جلال آباد ښار په ملنګجان ښارګوټي کې موقعيت لري.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغې لس جريبه دولتي ځمکې د غصبولو په اړوند شپږ تنه نيول شوي دي.
له بله پلوه د ننګرهار پوليسو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې د زورواکو له منګولو څخه په ننګرهار کې د سلګونو جريبه غصب شويو دولتي ځمکو کولو لپاره هڅې دوام لري.
ختم- ج –اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ