ټولنه

په بغلان کې د اوبو يوکانال جوړ شو .

کابل باختر دچنګاښ دويمه :
داوبو ديوه کانال دکار په بشپړيدوسره  په بغلان کې د١٥٥ کورنيو دکرنيزو اوبو دنشتوالي  ستونزه لرې شوه.
دکليو دبيا رغاونې اوپرمختيا  وزارت دولسي تړون دملي  پروګرام دعامه اطلاعاتو ادارې  باختراژانس ته وويل:  دبغلان ولايت په نوي بغلان  ولسوالۍ کې  دکرنيزو اوبو ديو کانال دجوړولو کار  ديو مليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت پاى ته ورسيد .
داوبو لګولو دغه کانال د  ٤٥٠ مترو په اوږدوالي  جوړ شوى دى  او  ٨٠٠جريبه ځمکه خړوبوي ، داوبو لګولو  ددغه کانال له اسانتياوو څخه  ١٥٥ کورنۍ برخمنې شوې دي .
  ختم_ عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته