اقتصاد

د مزار لپاره د پنځوس مېګاواټه ګازي برېښنا د جوړېدو تړون لاسلیک شو

کابل باختر د تلې لومړي:
د مزارشریف ښار لپاره د د خصوصي سکتور او برېښنا شرکت ترمنځ د شبرغان له ګازو څخه د پنځوس مېګاواټه برېښنا د تولید تړون نن په سپېدار ماڼۍ کې د اجرائیه رئیس په حضور کې لاسلیک شو.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د خپلواکې برېښنا د تولید دغه پروژه د 175 میلونه ډالرو په ارزښت د غضنفر ګروپ له لوري د نړیوال مالي شرکت ( IFC  ) په ملاتړ چې د نړیوال بانک یوه برخه ده، جوړېږي.
د دې تړون د لاسلیک پرمهال د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس دا د افغانستان لپاره یو ښه خبر وباله او وې ویل چې د افغانستان د خودکفایۍ او اقتصادي پراختیا لپاره یوه مهمه پروژه ده.
اجرائيه رئيس وویل: افغانستان د برېښنا په برخه کې د پام وړ ظرفیتونه او فرصتونه لري. په دې برخه کې له اساسي پانګونې پرته افغانستان پر ځان بسیاینې او تلپاتې پراختیا ته نشي رسېدلای.
د اجرائیه رئيس په وینا، که د افغانستان د برېښنا په برخه کې له شته ظرفیتونو او فرصتونو څخه سالمه استفاده وشي، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې په کې وشي، نه یوازې دا چې د هېواد اړتیا پوره کولای شي، بلکې افغانستان به د سیمې د په وده کې هم مهم رول ولوبوي او برېښنا به نورو هېوادونو ته صادره کړي.
د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له نړیوال بانک څخه د مننې ترڅنګ چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې له افغانستان سره اغېزمنې مرستې کړي زیاته کړه: سره له دې چې افغانستان په وارداتي برېښنا سره خپلې اړتیاوې تر یوه حده رفع کړي؛ خو لا هم د برېښنا او د اړمنو خلکو ترمنځ فاصله ډېره زیاته ده.
هغه وویل، د ملي یووالي حکومت د پر ځان بساینې او اقتصادي ودې لپاره د موجوده بنسټونو د رغولو او د خصوصي سکتور په مرسته په دې برخه کې  پانګونو راجلب ته لومړیتوب ورکوي.
اجرائيه رئيس ټولو دولتي ادارو ته هدایت ورکړ، چې د دې ډول پروژو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي او د چارو په ترسره کولو کې مرسته وکړي. هغه وویل: نور باید دا غوښتنه چې موږ ته په کې څه رسېږي له یاده وباسو او د دې پر ځای ټول حکومتي همکاران مو باید ځانونه د خلکو خدمتګاران جوړ کړي او د دې ډول پروژو په بریالیتوب کې رول ولوبوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله زیاته کړه، چې په عملي او اساسي اقداماتو سره باید د هېواد د ودې او اقتصادي پراختیا لپاره ګامونه واخلو. هغه همدارنګه له خصوصي سکتور ملاتړ د حکومت له لومړیتونو وبلل.
په همدې حال کې  د نړیوال مالي شرکت یا ( IFC  ) مشر ښاغالي مؤید مخلوف په خپلو خبرو کې دا د افغانستان د ودې او پراختیا لپاره یوه مهمه پروژه وبلله او ویې ویل، چې له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې په دې پروژې کار روان و.
هغه وویل، دا یو ساده کار نه بلکې ستونزمن کار دی، چې په افغانستان کې پانګه وال پانګونې ته زړه ښه کوي؛ خو ډاډ یې ورکړ چې له افغانستان څخه به خپل حمایت ته دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، دوی هڅه کوي چې د افغانستان لپاره ښه کاري فرصتونه برابر کړی.
ورپسې په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر رابرت سام هم په خپلو خبرو کې دا په افغانستان کې  د خپل ډول لومړنۍ پروژه وبلله او ویې ویل، چې دا پروژه د بروکسل ناستې لپاره یوه ښه بېلګه کېدای شي.
د غضنفر ګروپ مشر اسماعیل غضنفر له حکومت مننه وکړه، چې دغه ډول مهمو پروژو ته لومړیتوب ورکوي او ژمنه یې وکړه، چې یاده پروژه به په خپل وخت سر ته رسوي. هغه دغه راز تعهد وکړ، چې د افغانستان په خودکفایۍ او پر ځان بسیاینې کې به هڅې کوي.
د انرژې اواوبو وزیر علي احمد عثماني، د افغانستان د برېښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري او په اقتصادي چارو کې دجمهوررييس سلاکار همایون قیومي هم ناستې ته وینا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې حکومت د دې ډول پروژو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته