اقتصاد

د مالیې وزیر د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون په غونډه کې ګډون

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٢٤ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي پرون د کور او ښار جوړونې له وزیر سید سعادت منصور نادري، سره یو ځای د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړ.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د پراختیایې بودیجې د لګښت، د پراختیایې پروژو د پلي کېدو، په دې برخه کې پر ستونزو او حل لارو، له نورو اداروڅخه د کور او ښارجوړونې وزرات ته د ساختماني پروژو د لیږد او یو شمېر نورو مسایلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت له بودیجوي واحدونو سره له نږدې کار کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وشي او د بودیجې په لګښت کې د پام وړ ډېر والی راشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته