ټولنه

په زرګونو تنو داورښت لپاره استسقا لمونځ ادا کړ

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩ :
دقندهار ولايت  په  زرګونو تنو خلکو پرون داروښتونو لپاره داستسقا لمونځ ادا کړ.  زموږ دغه هېوادوال په ډله ييزه توګه دقندهار ښار دعيدګاه جامع جومات ته ورغلل او داستسقا دلمانځه له ادا کولو وروسته يې   دلوى خداى  (ج  ) دربار ته ددعا لاسونه پورته کړل او  داورښت هيله يې وکړه . روان کال  دهېواد په تاريخ کې ډير بې سارى کال دى چې د روان  ژمي   دنيمايي  له تيريدو سره سره   لا تراوسه پورې هم داروښت  څرک نه ليدل کيږي .بزګران او د کرکېلې  کار پوهان دانديښنې په څرګندولو سره وايي  که چيرې   په روان  ژمي کې  تر راتلوونکې پسرلى پورې په هېواد کې اورښتونه ونه شي  کرنيز حاصلات به خونده ور نه وي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته