کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
وسله والو طالبانو تيره شپه دپادخواب شانې په کلي کې ديو سلمان سر او يولاس غوڅ کړ .
دلوګر دوالي وياند سليم صالح دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سلمان جان محمد نوميده او نولس کلن و او په لاره کې کله چې دخپل کور په لورروان و دوسله والو طالبانو له خوا سراولاس يې غوڅ کړى شوى دى .
صالح زياته کړه دپيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى او ددغې وژنې اصلي انګيزه هم تراوسه پورې روښانه شوې نه ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ