ټولنه

په لغمان کې داوبو لګولو يو کانال جوړېږي .

کابل باختر د وري پنځمه :
په لغمان ولايت کې دڅه دپاسه يو مليونو افغانيو په لګښت  داوبو لګولو يو کانال دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دولسي تړون دملي پروګرام له خوا جوړېږي . دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام  دعامه اطلاعاتو ادارې باختراژانس ته خبرورکړ چې داوبو لګولو دغه کانال دلغمان ولايت  دمهترلام  په صلاح خان کلي کې ديوسلو نهو مترو  په اوږدوالي  جوړېږي چې داوبو يوه ترناب  او يوه حقابه پکې هم شامل دي .
ددغې پروژې  دکار په بشپړيدو  سره څه دپاسه  ٥٠ جريبه کرنيزه ځمکه  خړوبيږي او ٥٣ کورنۍ له اسانتياو  څخه يې برخمن کېږي . 
  ختم_  مينه _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته