کابل / د کب ۲۱ مه / باختر
د هلمند د مارجې ولسوالۍ په دوو بېلابېلو سیمو کې په دوو پېښو کې یوولس تنه ټپيان شوي دي.
په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د مارجې ولسوالۍ په دښت سیمه کې په یوه کور کې پخوانۍ مرمۍ چاودېدلې چې له امله یې د مور او پلار په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې څلورتنه ټپیان شوي دي. د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
ن/ر