امنیت

په پروان کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ۲۳ مه
د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ په واز غر سیمه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې سخت ټپیان شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې، بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د سیاه ګرد ولسوالۍ په واز غر سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې، په برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې سخت ټپيان شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته