سیاست

دناروې دشاهي هېواد له سفيرې سره داجراييه رييس دپيژندګلوۍ کتنه .

کابل باختر د وږي  اته ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار په سپيدار ماڼۍ کې  دخپل کار په دفتر کې دافغانستان لپاره دناروې دشاهي هېواد له نوې سفيرې ميرمن ماري اسکره سره دپيژندګلوۍ کتنه وکړه .
داجراييه  رياست دوياند دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ . په دې کتنه کې ډاکتر عبدالله عبدالله  په افغانستان کې دناروې دشاهي هېواد دسفيرې په توګه دميرمن اسکره دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله او ددندو په ترسره کولو او ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په ښه والي کې يې  ددې دبرياليتوبونو هيله وکړه .
اجراييه رييس ناروې دافغانستان دوست هېواد وباله او دافغانستان له حکومت اوخلکو سره يې ددغه هېوا د دهميشنيو همکاريو له امله مننه وکړه .
ميرمن اسکره هيله وکړه  چې وکولى شي په افغانستان کې دخپل ماموريت په بهير کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ  داړيکو په لازيات ټينګښت او ښه والي کې اوچت او ګټور ګامونه واخلي .
په دې کتنه کې دغه راز دبروکسل  کنفرانس ته دتياري او دوروستيو سياسي او امنيتي بدلونونوپه باب هم خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته