کابل/ باختر/ د زمري١٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د سولې په بهير کې د وروستيو تحولاتو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي په ټاکلوکې د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دغه راز ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره سیمې ته د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه د هېواد جمهورريیس ته معلومات ورکړل.#
پاى- ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ