ټولنه

په سرپل کې د نږدې ۱۰۰ کيلومترو په اوږدوالي کليوالي سړک جوړېږي

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
په سرپل کې نن د نږدې ۱۰۰ کيلومترو په اوږدوالي د کليوالي سړک د جوړولو کار پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ دغه سړک د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت له بودجې څخه د ۹۰ میليونو افغانيو په لګښت د ولسي تړون ملي پروګرام په همکارۍ د سرپل د مرکز په مربوطاتو کې جوړېږي.
دغه پروژه په دوو پړاوونو کې په ۱۶ کليو کې تطبيقېږي چې په بشپړېدو سره يې د سيمې د څه ناڅه ۲۰۰۰ کورنيو ترانسپورتي ستونزې لرې کېږي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته