امنیت

څلويښت ميله ډول ډول وسلې د داياک بهيرته وسپارلې شوې.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
څلويښت ميله ډول ډول وسلې چې دتيرو مياشتو په بهير کې دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا راټولې شوې وې پرون د داياک بهير ته وسپارلې شوې .
په تخار ولايت کې د داياک دشمال ختيځ زون رييس بريد جنرال عبدالکريم دباختر آژانس خبريال ته وويل چې څلويښت ميله ډول ډول وسلې چې په بيلابيلو پيښو کې دتخار ولايت په امنيې قوماندانۍ کې راټولې شوې وې ديوناما د دفتر داستازي ، دسولې دعالي شورا داستازي او تخار ولايت دامنيې قوماندانۍ د اداري مرستيال جنرال محمد صابر صبور په وړاندې دملي دفاع وزارت د داياک دشمال ختيځ زون رياست ته وسپارلې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته