امنیت

په قندهار کې يوولسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د کب  نهمه :
اووه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول  او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
  دغه جګړې  دوروستيو څلورويشتوساعتو په بهير کې  دژيړي ، سپين بولدک او دپنجوايي په ولسواليو او دقندهار ښار ته څيرمه رامنځته شوې دي .
  دقندهار ولايت يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل  چې په دې جګړو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل :جګړې  دوسله والو طالبانو دسپرلۍ په کاروان دپوځيانو له بريد وروسته رامنځته شوي دي . 
ويل کيږي  په دې جګړو کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته