کابل باخترد ثور دمياشتې ٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دبلجيم هيواد ته دخپل سفرپه لومړۍ ورځ پرون مازيګر د ناټو دسازمان له سرمنشي اندرس فوگ راسموسن سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې چې په بروکسل ښارکې دناټو دسازمان په مقرکې وشوه؛ دواړو لورو له ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د شتون په باب خبرې وکړې.
دهيواد جمهور رييس او د ناټو سرمنشي څرگنده کړه چې له ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې ددغه سازمان د شتون دڅرنګوالى په باب دافغانستان اوناټو ترمنځ خبرې بايد دوام ومومي.
اندرس فوګ راسموسن ، جمهور رييس حامدکرزي ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې څرگنده کړه: موږ به په نږدې راتلوونکي کې دافغان امنيتي ځواکونو له خوا دافغانستان دټولو امنيتي مسووليتونو د منلو شاهدان و اوسو او د دې کار ترسره کول يو مهم پرمختګ دى.
ده په دې ترڅ کې چې باثباته او خوندي افغانستان، د افغانستان دحکومت او دناټو ګډ هدف وباله، ټينګار يې وکړ چې ناټو تر ٢٠١٤ م کال پورې او له هغه وروسته له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
جمهور رييس په برياليتوب سره دامنيتي مسووليتونو د ليږدونې دبهير دپرمختګ له امله خوښي څرگنده کړه او ويې ويل چې افغانستان دخپلو امنيتي ځواکونو په واسطه دخپلې خاورې د ساتنې ځواکمنۍ لري.
جمهور رييس حامدکرزي زياته کړه چې افغانستان به په بشپړه توګه دخپلو خلکو د امنيت تامينولو ته چمتو وي.
جمهور رييس له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې د ناټو دشتون د څرنګوالى په اړوند وويل چې بايد په دې باب دخبرو دپرمخ بيولو لپاره يو هيئت وټاکل شي. دغه راز د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په بروکسل ښارکې په خپل استوګنځي کې د بلجيم د صدراعظم له مرستيال او دبهرنيو چارو له وزير ديديه ريندارس سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د علاقې وړ نورو موضوعګانو په باب خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس نن غرمه دافغانستان ، پاکستان او د امريکا په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړي.
0 1 دقیقه لوستل