ټولنه

طالبانو د هرات ولايت د اوسيدونکو په سلوکې پنځوس بريښنا وشلوله

هرات/ باختر دزمري دمياشتې ٢٤ مه :
له ترکمنستان څخه د انتقالي بريښنا د يوې ستنې په ويجاړولو سره د ترکمنستان پولې ته څېرمه د هرات ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې  د نيمايي اوسيدونکو بريښناشليدلې ده .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه تېره شپه د خليل په ښارګوټي کې هغه وخت رامنځته شوه چې د بريښنا يوه ستنه ويجاړه شوه.
د فرهاد د څرګندونو له مخې: د ولايت د مقام په لارښوونه د هرات بريښنا فني تخنيکي ټيم ساحې ته استول شوى دى ترڅو ويجاړه شوې ستن جوړه او ښاريانو ته  د بريښنا بهير عادي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په پيل کې د هرات بريښنا مسوولينو د رباط سنګي او ګلران په ولسواليوکې دبريښنا د لګښت د پيسو د نه تحويلولو په دليل د هغوى د بريښنا بهير بند کړى و.
د دغو ولسواليو اوسيدونکو په تيرو څوکلونوکې د بريښنا د لګښت د پيسو له تحويلولوڅخه ډډه کړې وه .
د هرات بريښنا مسوولين وايي: په هغه صورت کې چې هېواد ته د وارداتې بريښنا د لګښت پيسې په خپل وخت تحويلې نه شي، د هرات ولايت د ټولو اوسيدونکو د بريښنا بهير به بند شي.
له بلې خوا د هرات ښاريانو د طالبانو دغه اقدام په کلکه غندي او له امنيتي ځواکونو څخه  غواړي چې د هغوى په وړاندې جدي او قانوني اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته