سیاست

تاجکستان چمتو دى د افغانستان د اړتيا وړ برېښنا صادره کړي

-کابل/ باختر/ د وري د مياشتې ۲۲مه
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ادريس زمان په کابل کې د تاجکستان جمهوريت له سفير شرف الدين امام سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د تاجکستان سفير د دواړو هېوادونو د تاريخي، دوستانه او ورورګلويزو اړيکو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې هېواد يې چمتو دى د افغانستان د اړتيا وړ برېښنا صادره کړي. 
ده دغه راز په افغانستان کې د اوبو د بندونو او د اوسپنې د ټپلۍ د جوړولو په لاره کې د خپل  هېواد د تيارى يادونه وکړه .
زمان، د تاجکستان جمهوريت په منځنۍ آسيا کې د افغانستان يو ستراتيژيک متحد وباله او زياته يې کړه: تاجکستان د افغانستان د اقتصادي پروژو له مشترکينو څخه دى.
دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا، له تروريزم سره د مبارزې، سوداګرۍ او ترانزيت، د سيمه ييزو اړيکو  د پراختيا، د همکارۍ د عالي شورا د طرحې د جوړولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي موافقه ليک او د پولو د همکاريو په باب خبرې اترې وکړې .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته