امنیت

په بلخ کې پوځیانو د وسله والو طالبانو برید په شا وتمباوه

٩- مزارشریف/ دمرغومي۶/ باختر
د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو برید په شا وتمبول شو او د دغې ډلې ۱۱تنه غړي ووژل شول .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند ، محمد حنیف رضایي ،باختر آژانس ته وویل :چې یوشمېر وسله والو طالبانو د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دفاعې او امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د پوځیانو له برید سره مخ شول.
رضایي زیاته کړه چې په دې پېښه کې ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول .
د یادونې وړ ده چې پرون سهار په شولګرې ولسوالۍ کې په ورته برید کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې ٣ نور غړي ټپیان شول .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته