امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٧
اووه تنه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره وليکل چې افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتو کې د هلمند ، غور، پکتيکا، لوګر، قندهار ، زابل، ارزګان، ننګرهار او د کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ پنځه تنه ټپيان او اته تنه نور طالبان ونيول شول .
په دغو عملياتوکې چې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد ترسره شول؛ يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته