پيښور ډان باخترد وري دمياشتې ٧ :
ناپيژندل شويو وسله والوکسانو يوه ښوونکې د ډيورند له کرښې اخوا په قبايلي سيمه کې په ډزوسره ووژله.
دسيمه ييزې ادارې مامورينو وويل چې شهناز نازلي د خيبر ايجسنۍ د جمرود په سيمه کې وژل شوې ده.
په شهناز په داسې حال کې چې ښوونځي ته روانه وه؛ د دوو تنو موټرسايکل سپرو له خوا بريد وشو.
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دې اخيستې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ