سیاست

د ډاډګيرنې پيغام

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې  ٢ :
دبهرنيو چارو د وزير ډاکترزلمى رسول له خوا د ايران د بهرنيوچارو د وزير ډاکتر علي اکبر صالحي په نامه ددغه هيواد په جنوب ختيځ کې د سختې زلزلې له امله  د ډاډګيرنې اوخواخوږۍ پيغام ليږل شوى دى.
په پيغام کې ويل شوى دى: په  ژورې خواشينۍ سره مې د ايران په بېلابېلوسيمو کې د څو زلزلو چې د سر زيان اومالي تاوان سبب شوى؛ خبر ترلاسه کړ.
په داسې حال کې چې ځان د دوست او ورور هيواد ايران د خلکو په غم کې شريک بولو؛ د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب تاسوته څرګندوم او د لوى  خداى (ج) له دربارڅخه قربانيانوته دفردوس جنت ، ټپيانو ته دسملاسي روغتيا او دقربانيانوکورنيو ته د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته