سیاست

اميرمحمد اخوندزاده د نيمروز د والي په توګه وټاکل شو

کابل باختر دکب څوارلسمه :
جمهوري رياست د يو حکم په صادرولو سره د نيمروز د والي په توګه د امير محمد اخوندزاده ټاکنه منظوره کړه.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوري رياست د سيمه ئيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له وړانديز سره سم د محمدسرورثبات پرځاى د نيمروز د والي په توګه د امير محمد اخوند زاده ټاکنه منظوره کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته