امنیت

څوارلس تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۴مه
د داعش د ډلې  ١٤ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې ووژل شول. 
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه د اچين او هسکې مينې په ولسواليو کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو .
د هېواد په ختيځ کې د سيلاب قول اردو يوه جکپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د پوځيانو په دغه بريدکې د دغې ډلې د درېيو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون ١٤تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل چې داعشيانو په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو چې بريد پرې وشو.
د يو بل خبرله مخې:
په ننګرهار ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار اته ماينونه د دغه ولايت په ګڼ مېشتو لارو کې کشف او شنډ کړل .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته