امنیت

پنځه تنه په هرات ولايت کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ مقامات وايي چې پنځه تنه يې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلي دي .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي دباختر آژانس خبريال ته وويل : د سيکا د موسسې درې تنه کارکوونکي چې دانسان تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو؛ تيره شپه د قومي مشرانو په منځګړيتوب د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ په مربوطاتو کې له قيد او شرط پرته آزاد شول.
احمدي زياته کړه: دغه کسان څلورورځې مخکې دهرات دپښتون زرغون ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتول شوي وو .
ده وويل: دانسان تښتوونکو د نيولو لپاره دپوليسو پلټنې ته دوام لري.
دسيکا موسسه له هغو غير دولتي موسسو څخه ده چې په دغه ولايت کې دبيارغاونې دپروژو په برخه کې فعاليت کوي .
ديوبل خبرله مخې: د مرمر ډبرو دليږدونکو وسايطو دوه تنه چلوونکي په هرات ولايت کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شول .
د ٢٠٧ ظفر قول اردو د قوماندانۍ وياند نجيب الله نجيبي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو به بهير کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته