ټولنه

د اتلاتيک انتخاباتي سيالۍ ترسره شوې

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٦نيټه :   
د اتلاتيک انتخاباتي سياليو يوولسمه دوره نن په کابل کې ترسره شوه .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
په دې سياليوکې١٥٠ تنو هلکانو او ٣٥ تنو نجونو له کابل ښار او د هېواد له ١٨ ولايتونو څخه ګډون کړى دى.
په دې سياليوکې ورزشکاران درې ورځې سره سيالي کوي چې دهېواد داتلاتيک دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړي.
د اتلاتيک فدراسيون د مرستيال  شاهپور اميري د معلوماتوله مخې، د دغو سياليو په پاى کې هغه ورزشکاران چې لومړى، دويم او دريم مقامونه ترلاسه کړي ملي ټيم ته منل کيږي.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته