سیاست

جمهوررئیس غني د کاپیسا ولایت مېرمنو ته په خطاب کې: دکاپیسا لپاره زموږ لید اقتصادي لید دی

کابل باختر د زمري د مياشتې ١۷نيټه :  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني کاپیسا ولایت ته په خپل سفرکې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له مېرمنو سره وکتل.
د جمهور رییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د ښځو چارو رئیسې ډاکتر خدیجې الهام د کاپیسا د مېرمنو په استازیتوب جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، نجونوته د تحصیلي بورسونو د برابرولو، د ښځو د پیاوړتیا، په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د زیاتېدو، د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، په محکمو او څارنوالیوکې د ښځو ستونزو ته د پاملرنې، ښځو لپاره د فاتحې د مراسمو سالون د جوړېدو، د ښځو لپاره د اشتغال زمینې د برابرولو او په کاپیسا کې د ښځینه پولیسو د نشتون په اړه خپلې غوښتنې او ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.
جمهوررئیس غني  د کاپیسا د مېرمنو د فعالیتونو او هڅو قدراني وکړه او ويې ویل، د کاپیسا والي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته یې لارښوونه کړې چې په ولایتي ادارو کې د ښځو حضور زیاتېدو لپاره پر یوه واضح طرحه کار وکړي.
هغه زیاته کړه، ډېر ژر به په ولایتونو کې دولتي بستونه سیالۍ ته وړاندې او په ادارو کې د ښځو او ځوانانو د ونډې اخیستو ښه زمینه برابرېږي.
جمهوررئیس غني وویل، کاپیسا ولایت د موقعیت له پلوه، د ګرځندوی، کرنې، کانونو او صنعت لپاره ښه فرصتونه لري او د کاپیسا ولایت لپاره زموږ لید اقتصادي لید دی. هغه زیاته کړه، د ښځو د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ د دولت په لومړیتوبنونو کې دی، ځکه تر هغو چې ښځې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا نه شي وضعیت به بدل نشي.
محمد اشرف غني وویل، حکومت د ښځو د پیاوړتیا په ځانګړي ملي پروګرام کار کوي چې په بېلابېلو برخو کې د ښځو توانایي زیاته او ملاتړ یې وشي.
جمهوررئیس همدا راز وویل، په ضمني بودجه کې چې کاپیسا ولایت ته ځانګړې شوې، د ښځو د فاتحې سالون جوړیدل هم شامل دی.
هغه وویل، د ښځو د ستونزو د حل په خاطر به د کاپیسا ولایت د پولیسو په تشکیلاتو کې د ښځو پر ونډې تمرکز وشي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته