سیاست

د چک د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی پرون په کابل کی د چک جمهوریت له سفیر پیتراشتیپانک سره وکتل.
د باخترآژانس د خبر له مخی، په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر لومړی له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د چک جمهوریت له مرستو  مننه وکړه او د دواړوهېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت یې ټینګار وکړ .
دغه راز دواړو خواو د هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشورو او د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د سفر په باب  چې ټاکل شوې ده، ډیر ژر به افغانستان ته راشي، خبرې وکړې.پای شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته