کابل / د لیندۍ ۷مه / باختر
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کابل په میربچه کوټ او کلکان ولسوالیو کې ۲۰۵۰ کسانو ته د “غنمو په بدل کې د کار” زمینه برابره کړې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست مولوي عبدالصمد پاڅون وايي چې دغه ریاست د کابل په میربچه کوټ او کلکان ولسوالیو کې ۲۰۵۰ کسانو ته “غنمو په بدل کې د کار” زمینه برابره کړې ده.
پاڅون زیاتوي چې یاد کسان په دغه پروګرام کې د یادو ولسوالیو د کانالونو، سړکونو او کارېزونو پر پاکولو ګومارل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په موسهي، چهار آسیاب، سروبي او خاکجبار ولسوالیو کې نږدې ۱۲ زره ۵۰۰ کسانو ته “غنمو په بدل کې د کار” زمینه برابره کړې وه.
وهاج