نړۍ

په عراق کې دچاودنوله امله ٢٤ تنه ووژل شول

بغداد فرانسپرس   باختردلړم دمياشتې ١١ :
دعاشورا دمراسمو دپرځاى کولو په درشل کې  په بغداد کې دپرونيو چاودنوله امله څه ناڅه  ٢٤ تنه وژل شوي دي .
دفرانسې دخبري اژانس دخبرله مخې : په يوه ډير مرګاني بريد کې يوه ځانمرګي يرغلګر په بمونو بار  خپله ليږدونکې واسطه دبغداد په  جنوب کې   دپلټنې په يوه پوسته کې  وچوله  چې له امله يې څه ناڅه شل تنه  ووژل شول او  ٥٣ تنه نور ټپيان شول .
په بله چاودنه کې  په بمونو بار ليږدونکې واسطه هغې خيمې ته څيرمه  چې په چايو او اوبو سره يې دکربلا دمسافرانو  هرکلى کاوه ،  چول شوې ده .
دعراق په سلګونو زره تنه شيعه ګان همدا اوس کربلا ته روان دي  چې سبا اوبل سبا دعاشورا مراسم پرځاى کړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته