سیاست

د غور او بادغېس ولایتونو له بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستې ارزونې کمېسیون غونډه وکړه

کابلباختر د سلواغې د مياشتې٣٠
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجينیر محمدخان په مشرۍ د غور او بادغېس ولایتونو له زیانمن شویو سره د مرستو ازرونې کمېسون د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه وکړه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د کورنیو چارو، کډوالو، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت وزارت او کرنې وزارتونو او د سرې میاشتې ادارې ګډون درلود په غور او بادغېس ولایتونو کې د وچکالۍ او جګړو له امله له زیانمن شویو سره د مرستو په پروسه خبرې وشوې.
د پېښو پر وړاندې د چمتوالي په برخه کې د دولت وزارت په غور او بادغېس ولایتونو کې د ګډوالو سره د مرستو په اړه و ویل: په یادو ولایتونو کې له زیانمن شویو سره تر ډیره بریده اړونده دولتي ادارو، ملي او نړیوالو موسسو مرستې کړې او لا هم له دغه بې ځایه شویو سره نغدي، خوراکي او غېر خوراکي مرستې دوام لري.
د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس شکیب شریفي د غور او بادغېس له زیانمن شویو سره د خوراکي غنمو، وښو،  جوارو او غنمو اصلاح شوو تخمونو او د یوریا او DAP کیمیاوي سرو له مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد وزارت سږ کال د بادغېس د مقر، ابکمري او قلعه نو له زیانمن شوو سره ۳۰۰۳ متریک ټن غنمو، ۱۰۵۷ متریک ټنه وښو او غور کې ۳۶۲۸  مټریک ټنه غنم چې ۳۳۰۲ مټریک یې ویشل شوي او ۳۲۵ ټنو ویش لا جریان لري مرسته شوې.
دسرې میاشتې لومړي مرستيال ډاکټر ميرویس اکرم د غور او بادغېس له زیانمن شویو سره د یادې ادارې او نورو ملي او نړیوالو موسسو له مرستو یادونه وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې به نور د اړتیا وړ مرستو ته دوام  ورکړي.
د کمېسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمدخان د غور او بادغېس له بې ځایه شویو سره د اړوندو ادارو له مرستو خوښي څرګنده کړه او په دغه برخه کې یې په لا همغږۍ ټینګار وکړ.
لومړي مرستيال د پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت وزارت تر مشرې لاندې پلاوي ته دنده وسپارله چې د غور او بادغېس ولایتونو د زیانمن شویو شمېر، تر سره شوو مرستو او په راتلونکې کې په اړتیاوو هر اړخیزه څیړنه وکړي او د وزیرانو شورا راتلونکې غونډې ته یې وسپاري.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته