کابل باختر دسلواغې څليرويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې نن د ملي اردو د منسوبينو د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې يوشمېر وسله والو مخالفينوته مرګ ژوبله واوښته .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې دمخالفينو يوتوغندي ويشتونکى او دوه موټر سايکلونه هم دملي اردو دمنسوبينو لاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ