پلخمري باختر دچنګاښ دمياشتې ٥ :
د بغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ کې پرون دغيرمسوولو افرادو په جګړه کې درې تنه ووژل شول.
د ده صلاح ولسوال فيض محمداميري ددغه خبرپه تائيدولوسره باخترآژانس ته وويل ؛ د ده صلاح ولسوالۍ په ساکه کلي کي داختر د لمانځه د ادا کولو په وخت کې د دوو تنو غير مسوولو وسله والوکسانو ترمنځ جګړه رامنځته شوه چې له امله يې درې تنه ووژل شول او يوتن سخت ټپي شوى دى .
اميري زياته کړه دغه جګړه دشخصي دښمنۍ زيږنده ده او زياته يې کړه چې تورن کسان له سيمې څخه تښيدلي دي.
پوليسو د تورنو کسانو دموندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ