سیاست

حامدکرزي له شهزاده کریم آغاخان سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي له شهزاده کریم آغاخان سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو  په افغانستان کې د آغاخان د انکشافي شبکې د عمراني پروژو د کار د چټکتیا او پراختیا په باب خبرې وکړې.
جمهوررئیس حامدکرزي په افغانستان کې د عام المنفعه پروژو، په ځانګړي ډول د روغتیایي، تعلیمي او د فرهنګي میراثونو د برخو په بیا رغونه کې  د آغاخان د انکشافي شبکې  همکارۍ  رغنده او مهمې وبللې او د هغو پر دوام  او پراختیا  باندې یې ټینګار وکړ.
په مقابل کې شهزاده کریم آغاخان، د آغاخان انکشافي شبکې ته د افغانستان د حکومت له لوري د فعالیت د زمېنې د برابرولو له امله مننه وکړه، او په بېلابېلو برخوکې یې په افغانستان کې  د دغې شبکې د همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.
د دغې کتنې په پای کې جمهوررئیس حامدکرزي  شهزاده کریم آغاخان ته بلنه ورکړه چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د نوروز په نړیوال جشن کې چې د افغانستان په کوربه توب په کابل کې جوړیږي، ګډون وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته