سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ناټو کې درز؛ ریښه یې له افغانستان څخه خړوبه شوې

کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر

تبصره:

پرون یکشنبې مشهورې امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې که مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکي کال په ټاکنو کې بریا ته ورسېږي، نو ممکن چې امریکا له ناټو سازمان څخه لاره بېله کړي.

نیویارک ټایمز دغه راپور د ځینو امریکایي ډیپلوماتانو او پخوانیو پوځیانو له قوله خپور کړی او په کې ویل شوي، چې دا به د امریکا په تاریخ کې د دغه هېواد شرمونکې ډیپلوماتیکه او پوځي ماتې وي.

د ناټو سازمان د درز بله نښه په اوکراین کې د امریکا او ملګرو نرمه ماتې ده، چې د روسیې پر وړاندې مقاومت کې د کیف مرستې کولو کې پاتې راغلي او د نږدې دوه کالونو په تېروېدو او میلیاردونو ډالرو مرستو سره سره نه شي کولی د روسي پوځيانو مخه ونیسي.

د دغه درز بله رسوایي د امریکا په سنا مجلس کې د اوکراین لپاره د ولسمشر جوبایډن له لوري د وړاندیز شوې مرستې ردېدل او د اوکراینۍ لومړۍ مېرمنې اولیانا زیلنسکي فریاد دی، چې ویلي یې دي د لوېدیځ له مرستو پرته اوکراینیان د مرګ په خولې کې دي.

د درز کېدونکي ناټو سازمان مشر ینس سټولټنبرګ هم په خپله وروستۍ مرکه کې د اوکراین په ورستیو حالاتو اندېښنه ښودلې وه، زیاته کړې یې ده، چې ناټو او د اوکراین نور ملګري باید له کیف څخه د بدو خبرونو ورسېدو ته منتظر واوسي.

د دې ترڅنګ دغه سازمان کې ځینې داسې هېوادونه هم شته، چې سازمان ته د نویو غړو له ورتګ او شمولیت سره مخالفت ښيي او نه غواړي، چې د سازمان د پیاوړیو غړو پام له دوی څخه واوړي.

ناټو سازمان کې دغو کمزوریو او احتمالي درز راتلل پخوانی شوروي اتحاد رایادوي، چې په ډېر قوت سره یې سر راپورته خو له افغانستان څخه تر ګوزار خوړلو وروسته یې ښه ورځ په برخه نه شوه او پرچې پرچې شو او د افغان مجاهدینو د مېړانې په برکت څو نورو هېوادونو هم د استقلال څکه وکړه؛ تر هغې وړاندې انګلستان چې کله د افغاني لښکرو له لوري وځغلول شول، نو بیا په وار وار له اسیا او ډېریو افریقایي او نورو هېوادونو یې د غرور غالۍ ټولې شوې او د نړۍ لر او بر اکثریتو هېوادونو د ازادۍ وزورنه وکړل او والوتل.

اوس خبره د ناټو ده، چې په ۲۰۲۱ زیږدیز کال کې د افغانستان اسلامي امارت د مېړنیو مجاهدینو له لوري وشړل شوه، نو تر هغې وروسته یې نړۍ کې د پام وړ کوم پرمختګ نه دی کړی او اوکراین کې روانې ناکامې جګړې یې وښودله چې هره ورځ یې د پاشل کېدو احتمال مخ پر زیاتېدو دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته