ټولنه

د ښکاري درې سړک پرانستل شو

کابل باختر دچنګاښ لسمه :
د بغلان ولايت د ښکاري درې لويه لاره پرون د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه .
  دغه لويه لاره له څه مودې راپديخوا دسيلاوونو له امله ويجاړه او تړل شوې وه .
د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ سرپرست او تخنيکي سلاکار عبدالوکيل حميد باختر آژانس ته وويل چې دغه لويه لاره له يوې مياشتې راپديخوا د تاله اوبرفک ولسوالۍ د تور موش په ساحه کې تړل شوې وه چې د دغې تصدۍ له خوا بيا ورغول شوه او پرانستل شوه .
ده د دغه سړک د اقتصادي ارزښت په باب په ټينګار سره څرګنده کړه چې ددغې تصدۍ د ډبرو سکاره له همدې لارې څخه ليږدول کيږي چې هره ورځ د ډبرو سکرو څه ناڅه لس بار وړونکي موټرونه له همدې لارې تيريږي چې په اقتصادي زيان برسيره د تاله او برفک خلکو له جدي ستونزو سره مخامخ شوي وو . 
ويل کيږي  اوس ددغې لويي لارې په ترميمولو سره د ډبرو سکرو دليږدونې بهير  بيا پيل شوى دى او د خوراکي توکو په بيوکې هم کمښت راغلى دى .
  ختم- ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته