ټولنه

د سمنګانو بېځايه شويو کورنۍ د کور د نشتوالي له امله شکايت کوي

کابل باختردلړم دمياشتې٢٧نيټه :
په سمنګانو ولايت کې له بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته وشوه .
دسمنګانو د مهاړجرينو د راستنولو دچارو آمر سيدکمال حسيني دباختر اژانس خبريال ته وويل: یو سلو پنځه پنځوس کورنۍ چې د وروستيو جګړو له امله د کوز دره صوف له ولسوالۍ څخه په ايبکو ښارکې ځاى پرځاى شوې دي، د ملګروملتو سازمان د کميشنرۍ له خوا مرستې ترلاسه کړې.
حسيني زياته کړه: له هغو شپږ پنځوسو کورنيو سره چې په جګړو کې يې خپل ډوډۍ راوړونکي له لاسه ورکړي دي، پنځلس – پنځلس زره افغانۍ او په ٩٤ نورو بېځايه شويو کورنيو اوړه، دالنخود ، مالګه او بوره وويشل شوې.
دغو کورنيو د دغو مرستو له امله مننه وکړه او هغه يې لږ وبللې او له مرکزي  حکومت څخه يې دخپلو سيمو د امنيت د تامينولو غوښتنه وکړه.
دوى وويل چې د دوى اساسي ستونزه په دې سړه هوا کې د کور نشتوالى دى، ځکه د دوى ماشومان په ډول ډول ناروغيو اخته شوي دي. 
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته