ټولنه

حامدکرزي ديو نيالګي په ايښودلو سره له هيوادوالو وغوښتل چې دهيواد دسمسورتيالپاره يو نيالګي کېږدي

کابل باختردوري دمياشتې ٤ نيټه  :

دافغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررييس  حامدکرزي دنوى لمريز کال  له امله  دارګ په انګړکې  يو نيالګي کېښود .

دنيالګي دايښودلو په مراسمو کې   چې نن  له غرمي وروسته ترسره شول دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس ديونيالګي په ايښودلو سره له ټولو هيوادوالو څخه وغوښتل چې  هرهيوادوال ديونيالګي په ايښودلو سره  خپل کور ، چاپيريال ، ښار او هيواد سمسورکړي.

حامدکرزي  يوځل بيا دنوى کال او د ١٣٩١  نوي لمريزکال او پسرلۍ له امله  دافغانستان ټولو خلکو ته مبارکې وويله  او هيله يې وکړه چې نوى کال ټولو هيوادوالو ته دخوښي  ، سولې  ، ارامي او نيکمرغيو ډک کال وي .

دغه راز  جمهوررييس په هيواد کې د ژوندانه  دسالم چاپيريال دبرابرولو لپاره يوازيني اغيزمنه لاره  دنيالګيو ايښودل او  دهيواد دسمسورتيا  په برخه کې هلې ځلې وبللي .

حامدکرزي وويل  چې دهيواد او دچاپيريال ساتنې سمسورتيا  اوښکلا هغه وخت باوري کېږي چې موږ هريو هغه نيالګي چې ايښودلي مو دي دهغه څارنه اوروزنه وکړو او هغه ته اوبه ورکړو اودوچېدو اوماتيدومخه يې ونيسو. چې په دې ډول  زموږ هيواد سمسور اودژوندانه چاپيريال مو له خطرونو خوندي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته