ټولنه

په تخار کې يوسلو اته نوي کورنيو له برېښنا څخه ګټه واخسته

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
په تخار کې نن ديوې لمريزې شبکې دجوړولو دکار په بشپړېدو سره يوسلو اته نوي کورنيو له برېښنا څخه ګټه واخسته .
دکليو دبيا جوړولواوپراختيا وزارت وياند فريدون آژند ددغه خبرپه تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه شبکه  داتو ميليونو اووه سوه زرو افغانيو په ارزښت  دولسي تړون دملي پروګرام له خوا دتخار ددشت قلعه ولسوالۍ دحاجي حق نظر په کلي کې  بشپړه شوې ده .
ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته