کابل باختر د وري يوولسمه :
دکرنې او اوبولګولو وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام مسوول د بغلان په ولسوالۍ کې په زرو بې وزلو کورنيو د هگى ورکوونکو چرګانو د ويشلو خبر ورکړ .
دکرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالۍ د ملي پروګرام مسوول محمد غلام ملا خېل د باختراژانس خبريال ته وويل چې د دغې پروژې دتطبيق هدف د بې وزلو کورنيو اقتصادي وده ده .
ملا خېل وويل دغه پروژه اتلس مياشتې مخکې پيل شوه او له مسلکي او مقدماتي زده کړو وروسته د دوشي ولسوالۍ په پنځه سوه کورنيو او د مرکزي بغلان د ولسوالۍ په پنځه سوه کورنيو په هرې کورنى ديرش،ديرش هګۍ ورکوونکي چرګان ووېشل شول .
ملا خيل زياته کړه چې اوس دغه کورنۍ کولاى شي څو خپل فارمونه د فني کارکوونکو له مرستې او همکارى پرته پرمخ يوسي او ښه ګټه ترلاسه کړ ي .
دکرنې او اوبو لګولو د بڼوالۍ د ملي پروګرام مسوول وويل چې د دغې پروژې په پاى کې هرې کورنى ته د چرګانو دوه سوه پنځوس کيلوګرامه خواړه هم ويشل کېږي .
په دغو فارمونو د چرګانو د ساتلو وسايل هم ويشل شوي دي .
ده وويل دغه پروژه د مرکزي بغلان او د دوشي د ولسواليو په ګډون د بغلان ولايت په څلورو ولسواليو کې تطبيق شوې ده . ختم_ ج _ اکرم
2 1 دقیقه لوستل