ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ٧  :
د پاسپورټ رياست خبرتيا
د کورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رياست باختر آژانس ته د يوې خبرتيا په  ليږلو سره ليکلي دي:
د پاسپورټ ټولو غوښتوونکوته خبر ورکول کيږي چې د کورنيو چارو او د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوجۍ وزارتونو او د افغانستان بانک د پاسپورټ  غوښتوونکو ته د زياتو آسانتياوو د برابرولو په اړوند يو تفاهم ليک لاسليک کړى دى چې د هغه له مخې، دپاسپورټ غوښتوونکي کولاى شي د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د چټک پست له لارې چې په کابل کې د غوښتوونکو د استوګنې ځاى ته ډيرې نږدې پسته خانې ته ليږدول کيږي، خپل پاسپورټونه له پسته خانوڅخه ترلاسه کړي.
د پسته خانو له لارې د پاسپورټ ترلاسه کول يوازې د کابل ولايت پورې اړه لري او په ولايتونوکې دپاسپورټ غوښتوونکيدې دسندونود بشپړولو او دخپل  پاسپورټ دترلاسه کولو لپاره اړونده ولايت ته مراجعه وکړي او دسندونو دپړاوونو د بشپړولو او د پاسپورټ د ترلاسه کولو په خاطر دې کابل ته مراجعه نه کوي چې د ځان د لالهاندۍ سبب نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته