کابل، د چنګاښ٢٥مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتې او څارنې رياست د کابل ژوبڼ د تاسيساتو د نوي کولو کار پيل کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې رياست د يوه مسوول د څرګندونو له مخې؛ د چمتو شويو پروګرامونو له مخې ((د دغه ژوبن د نوي کولو او د تاسيساتو د جوړولو کار ته پراختيا ورکول کېږي او دغه تفريحي او علمي ځاى به په يو مناسب او معياري بڼ بدل شي. ))
نوموړي زياته کړه په دې وروستيو وختو کې د کابل ژوبڼ کورنۍ اړتياوې څېړل شوي او د زمري د اوسېدو لپاره يوه خونه او د بڼ کارکوونکو ته د ډوډۍ خوړلو سالون او د جا مو بدلولو لپاره يوه بله خونه جوړه شوې ده.
دغه راز په نږدې راتلوونکي کې د جومات بام د پوښښ، د وسايطو پارکېنګ او د هغه شاوخوا کټارو د بيا رغونې کار هم ترسره شي.
\ ج