جلال آباد باخترد سلواغې ٢ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو جنايي پيښو په اړوند ١١ تنه ونيول شول.
دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ننګرهار ولايت په ګوټ،ګوټ کې د پوځيانو د ځانګړو عملياتو اوپلټنو په بهيرکې نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر
آژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو د وژنې ، غلا ، انسان تښتونې او
د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
پاى ف ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ