کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه
په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين نن د آغاخان د پرمختيايي موسسې له خوا د باميانو ښار ته څېرمه د قرغنه تو په کلي کې پيل شو.
د باختر آژانس خبريال دخبرله مخې: د آغاخان موسسې د پرمختيايي او ټولنيزې څانګې ترينر محمد جواد د دغه کمپاين د ترسره کولو هدف په باميانوکې د ځوانانو د لارې پرسر د پرتو چلنجونو او ستونزو څېړنه وبلله او ويې ويل چې د دغه کمپاين بل هدف د ځوانانو د تصميم نيولو په برخه کې د هغوى د نظريو منعکس کول او په سياسي او مدني بنسټونو کې د ځوانانو ګډون دى .
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اسلم علوي وويل چې د هېواد او په تېره بيا د باميانو په کچه د ځوانانو ستونزې ډېرې دي او د هغوى د ستونزو حل کول د حکومت په کاري لومړيتوبونوکې دي چې د ځوانانو د روزنيز پارلمان او د خلاقو ځوانانو شورا د جوړولو په ګډون په سياسي او ټولنيزو بنسټونوکې د ځوانانو مشارکت دى. هغه وويل: ټاکل شوې ده د ځوانانو د تصميم نيولو عالي شورا ډېر ژر جوړه شي چې دا په خپله د ځوانانو د ښه پرمختګ زمينه برابروي.
پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل