امنیت

دولس تنه طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
دولس تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتو کې په بغلان ولايت کې په نويد ١٦ عملياتو کې ووژل شول.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مرستيال جاويد بشارت باختر آژانس ته خبر ورکړ : د دولسو وسله والو طالبانو په وژل کيدو سربيره دمرکزي بغلان او صنعتي بغلان په ولسواليو کې پنځلس کلي د طالبآنو له شتون څخه پاک شوي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دغو عملياتو کې شپږ تنه نور طالبان ټپيان شوي دي او دصنعتي بغلان له شپږم سړک څخه تر تاجکانو پورې پنځلس کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول او دمرکزي او صنعتي بغلان په لاره کې د طالبانو تحرکات بند شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته