نړۍ

شاهد خاقان عباسي د پاکستان موقت صدر اعظم کيږي

اسلام آباد بي بي سي  باختر دزمري دمياشتې  ٨  :
خبري منابع وايي چې د پاکستان واکمن ګوند ددغه هېواد دپټروليم پخوانى وزير  شاهد خاقان عباسي د لنډمهال صدر اعظم په توګه انتخاب کړى دى.
د ٥٨ کلن عباسي انتخاب د صدارت له مقام څخه د نوازشريف له ګوښه کيدو وروسته ترسره شوى دى .
عباسي به په راتلوونکې اوونۍ کې د استازو د مجلس په غونډه کې د نوي صدر اعظم په توګه معرفي شي .
د پاکستان سترې محکمې د نوازشريف او د ده د بچيانو پرخلاف د فساد د تورونو د څيړنې په دوام د هغه صلاحيتونه واخيستل او نوازشريف استعفا وکړه.
د نوازشريف له ورور شهبازشريف څخه د نوي صدر اعظم په توګه ياديږي. دى بايد د پنجاب ايالت د اعلى وزير په توګه له خپلې دندې استعفا وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته