ټولنه

له نشه يي توکوسره دمبارزې دچارو وزيره جوزجان ته ورسيده .

کابل باختر د وري يوويشتمه :
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزيره  سلامت عظيمي دکوکنارو دکرکيلې دڅرنګوالي دڅيړنې په موخه پرون جوزجان ته ورسيده .
دباختراژانس خبريال خبر راکړ. په هغې غونډه کې چې دجوزجان دوالي مولوي لطف الله  عزيزي او ددغه ولايت ديوشمير مشرانو او خلکو په ګډون جوړه شوه دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزيرې دهېواد په کچه  دکرل شويو کوکنارو داړولو په اړوند ددغه وزارت پروګرامونه  بيان کړل ويې ويل:  دترلاسه شويو معلوماتو له مخې   اوس دجوزجان ولايت په دوو ولسواليو کې کوکنار کرل شوي دي
وروسته دجوزجان والي وويل: موږ په دغه ولايت کې دکرل شويو کوکنارو په اړولو هوډمن يو خو دقوش تيپې او درز آب په ولسواليو کې چې دناراميو له امله يې  ځينې سيمې  دوسله والو مخالفينو تر کنترول لاندې دي، کوکنار کرل شوي دي .
دجوزجان والي زياته کړه په دغو ولسواليو کې دکرل شويو کوکنارو داړولو لپاره ډير ژر پروګرام پيليږي.
دغه راز دجوزجان يوشمير مشرانو او اوسيدونکو دموضوع په اړوند خبرې وکړې او په هېواد کې يې دکوکنارو دپديدې  دله منځه وړلو لپاره ددولت له پروګرامونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته