واشنګټن نړيوالي خبري منابع باختر دغبرګولي دمياشتې ٦ :
دامريکا دمتحده ايالاتو جمهوررئيس په يوه پيغام کې د نړۍ مسلمانانو ته د روژې دمبارکې مياشتې له امله دمبارکۍ د ويلو په ترڅ کې د تاوتريخوالي د پاى ته رسولو لپاره له دغه فرصت څخه د استفادې غوښتنه وکړه.
د امريکا دمتحده ايالاتو جمهور رئيس دونالدترامپ په هغې وينا کې چې د سپينې ماڼۍ په رسمي خبري آژانس کې خپره شوه، دنړۍ ټولو مسلمانانو ته په خطاب کې د دغې مياشتې د را رسيدو له امله دامريکا د خلکو له خوا هغوى ته مبارکي وويله.
ترامپ چې امريکا ته دمسلمانانو د ورتګ د بنديز غوښتنه کړې ده، وويل: په دې مياشت کې د امريکا او د ټولې نړۍ مسلمانان د نيکو کارونو له دودونو څخه الهام اخلي چې دغه مسئله زموږ د ټولنو د پياوړتيا سبب ده.
ترامپ په دې بندې په تينګار سره چې سږ کال د روژې مبارکه مياشت په داسې حال کې پيليږي چې نړۍ په انګلستان اومصرکې د وحشيانه بريدونه دبېګناه قربانيانو په غم کې ده، زياته کړه: دغه شر اچوونکي عملونه په بشپړه توګه د روژې دمبارکې مياشتې د روحيې پرخلاف دى او له تروريستانو او د هغوى له منحرفي عقيدې سره د مبارزې لپاره زموږ هوډ لاپسې پياوړى کوي.
ترامپ هغې کتنې ته په اشارې سره چې تېره اوونۍ يې په عربستان کې د عربي او اسلامي هېوادونوله مشرانوسره وکړه، ټينګار وکړ: له هغوى سره يې ژمنه کړې ده چې له تروريزم او له تروريستپال ايډيالوژيوسره دمبارزې په لاره کې به دهغوى ترڅنګ وي.
د امريکا جمهور رئيس په دې پيغام کې وويل: راشئ د روژې په دې مبارکه مياشت کې هوډمن و اوسو چې له هيڅ اقدام څخه ډډه ونه کړو. زموږ راتلوونکي نسلونه دتروريزم له متروکوڅخه وژغول شي او وکولاى شي په سوله او آرامۍ کې عبادت وکړي .
د ترامپ په پيغام کې زياته شوې ده د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو ته ډيرې ښيې هيلې لرم چې په دې مبارکه مياشت کې په نيکو کارونو، د روژې په نيولو او عبادات بوخت دي.
1 1 دقیقه لوستل