سیاست

حامدکرزی د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته روان شو

کابل باختر دوږي  يو ويشتمه :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریود سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار د یو دوه ورځني سفر لپاره د قرغزستان پلازمېنې بشکیک ته روان شو.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
حامدکرزی به د دغه سفر په لړکې د شانګهای سازمان د مشرانو په دیارلسمه غونډه کې د ګډون او وینا کولو ترڅنګ د قرغزستان،چین، روسیې، ایران او په دغه غونډه کې د یوشمېر نورو برخه والو هېوادونو له مشرانو سره وګوري او د سیمه ایزو مسلو، د تروریزم او افراطیت او د ګډو امنیتي ګواښونو پرخلاف د ګډې مبارزې اودعلاقي وړ د یو شمېر نورو موضوع ګانو په باب به ورسره خبرې وکړي.
په دې سفر کې د افغانستان له جمهوررئیس سره د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا،د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته