ټولنه

د جمهور رئیس د خواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام

کابل- باختر د وږي د مياشتې ٢٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې تکړه ویاند او خبریال جان آقا الکوزي له هېواد څخه د باندې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي او په حق رسېدلی دی.
انالله و انا الیه راجعون
ډله يیزې رسنۍ د خلکو د اذهانو د روښانولو تر ټولو ښه وسیله ده، جان آقا الکوزي کلونه کلونه په ملي راډیو ټلویزیون او آزادۍ راډیوکې د ویندویۍ او خبریالۍ له لارې د یوه تکړه ژورنالیست په توګه خپله دنده په ښه توګه ترسره کړه، خدمتونه یې د ستاینې وړ او مړینه یې یوه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د هغه پاتې کسانو، خواخوږو او دوستانو، د رسنیو کورنۍ  او د ننګرهار ولایت خلکو ته وړاندې کوم.
الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته