ټولنه

دباميانو د څو ولسواليو لارې وتړلې شوې

کابلباختردمرغومي دمياشتې٢٩نيټه:
په باميانو ولايت کې له تيرې شپې څخه د واورې د سخت اورښت له امله له دغه        ولايت سره د څو ولسواليو لارې تړل شوې دي .
دباميانو ولايت دفوايد عامې سرپرست غلام نبي قنبري دباختر آژانس خبريال ته وويل 
چې د واورې دسخت اورښت او دسختو بادونو دچليدوله امله د دايکنډي ولايت ،اوله کابل سره د باميان ولايت د پنجاب او ورس د ولسواليو مواصلاتي لارې هم تړلې شوې دي.
ده زياته کړه: مخکې له دې کابل – باميانو ته د تګ راتګ په خاطر د حاجي ګګ تګلورى د ترافيکو پرمخ پرانيستى و، خو دغه تګلورى هم له تيرې شپې څخه د واورې د اورښت له امله تړل شوى دى .
خو د کابل- باميانو لاره او د باميانود مرکز لاره د شيبرغاښي د سيغان اوکهمرد دولسواليو د اقربات غاښي او د يکاولنګ له تګلورو څخه پرانيستې ده .
دباميانو ولايت دفوايد عامې رياست سرپرست وويل چې دغه اداره هلې ځلې کوي چې ډير ژر ددغه ولايت مواصلاتي لارې بېرته پرانيزي.
پاىج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته